ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د اهل تسنن د روحانیونو او طلبه ؤ او د هغوي دکورنیو د قرآن کریم د ځانګړو عمومی سیالیو په یولسم پړاؤ کې د ګډون لپاره د نامو ثبتول د لړم له نولسمې پیل شوي دي او د لیندۍ یا قوس د میاشتې تر پنځمې نیټې پورې به دوام ولري.
د ایران د اهل تسنن د مذهبی علومو د مدرسو د پلانونې شورا سیکرټریټ د اعلان په اساس ، د سیالیو د دغه پړاؤ شعار ؛قرآن ،د اسلامی امت کتاب په شعار او دمقاومتی جبهې د شهیدانو ددرنښت په عنوان سره ترسره کیږي.
د ایران د اهل تسنن د روحانیونو او طلبه ؤ او د هغوي د کورنیو د قرآن د سیالیو یولسم پړاؤ په شپږو ډلو کې ترسره کیږي.
په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره مخاطبان د https://dmsonnat.ir/quran-form/ انټرنیټي سایټ ته په مراجعه کولو سره د خپلو نامو ثبتول نهائي کولی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4247299